اوسمهال افغانستان له ډېرو چاپېریالي ستونزو او ننګونو لکه: د #هوا_ککړتیا، #اقلیمي_بدلون، د #ژوند_بڼو او څړځایونو له منځه تلل، د اوبلنو او جامدو خځلو او زبالو زیاتېدل او… سره لاس او ګرېوان دی.

په یادو ستونزو او ننګونو د برلاسي کېدو لپاره بېړنۍ اړتیا ده چې د حل لارې چارې ورته ولټول شي؛ په همدې پار د چاپېریال ساتنې ملي اداره غواړي چې د هېواد په دننه او بهر کې د رضاکاره چاپېریالي چارو متخصصینو پلاتفورم (Platform) جوړ کړي.

په همدې خاطر له تاسو په ډېر درنښت هیله کیږي چې د چاپېریالي چارو د متخصصینو له ګروپ سره یوځای شئ، د چاپېریال ساتنې ملي اداره به ستاسو له پوهې، طرحو او نظرونو څخه د افغانستان د چاپېريالي ګواښونو د له منځه وړلو او چاپېریالي وضعیت د سمون په موخه ګټه واخلي.

د چاپېریالي چارو متخصصینو له ګروپ سره د یوځای کېدو لپاره په لاندې پتو له موږ سره په اړیکه کې شئ.

برېښنالیک:
m4e@nepa.gov.af
فیسبوکي ګروپ:
https://www.facebook.com/groups/m4e.af
اړیکې شمېره: 0093744831457
د وټسپ لینک:
https://chat.whatsapp.com/DEinxsBN3xKLssulieQJnO
د نوم لېکنې لینک:
https://neis.nepa.gov.af/…/roster_of_experts/roster_of_expe…