خبر تیا
درنو هیوادوالو!
د انګلستان حکومت د ویروس د کمولو او د ناروغیو د شمیر کمولو لپاره نوی تدابیر اعلان کړی دی. د دی نوی کی په لندن کی د افغانستان د اسلامی جمهوریت سفارت د قونسلی څانګه د لمراجعینو او کارکونکو د روغتیا او خوندی ساتلو په موخه لاندی تدابیر په نظر کی لری:
د خدمتونو وړاندی کول:
د قونسلی څانګه به سر له اوسه مراجعینو ته خپل خدمتونه په مختلفو ورځو کی وړاندی کوی:
- پاسپورت ، تذکره، د زیږیدلو سند، او د جرم نه درلودلو سندونه – د دوشنبه، سه شنبه او چهارشنبه په ورځو
- ویزی، وکالت خط او نورو حقوقی او تحصیلی سندونو اجرا کول د پنج شنبه او جمعی په ورځو کی
د وخت اخیستل:
- ټولو مراجعینو ته ضروری ده چی د راتګ نه مخکی د ویب پاڼی له لاری وخت واخلی چی له دی پرته مراجعین نه منل کیږی.
- په ډیرو ضروی حالاتوکی د واټساپ په شمیرو کی د پیغام په لیولوسره اړیکه ونیسی.
د وایروس د خپریدلو مخنیوی وکړی:
- له ځانه سره د وقایوی اسبابو د درلودلو لکه ماسک، دستکشی اغوستل او فاصلی ساتل په پام کی ولری.