د ښاغلی سید طیب جواد پیغام

ښاغلی سید طیب جواد

بریتانیا او آیرلند ته د افغانستان سفیر

د کرونا ویروس په هکله پیغام او لارښود

په بریتانیا او آیرلند کې درنو او محترمو هیوادوالو!

“د کرونا د مخنیوی لپاره د هر مهال په پرتله، اوس د پیوستون، پوهاوې او همغږۍ وخت دی.”

 په لندن کې د افغانستان سفارت ستاسو د هر یو د روغتیا او سلامتیا اندیښنه لری او ستاسو په ملاتړ ولاړ دی. ستاسو څخه چې د بریتانیا او آیرلند د حکومتونو سپارښتتو پر اساس د دې ویروس د خپریدو مخنیوی کوې مننه کوو.  زه تاسو ته ډاډ درکوم چې مونږ به د روغتیایی لارښوونو په پام کې نیولو سره ، او په ټولنه کې یو بل او خپلو خپلوانو سره د مینې ، پاملرنې ، او ملاتړ ورکولو له لارې دا ستونزمن حالت باندې بریالی کیږو. زه او زما همکاران په سفارت کې په ډیر ویاړ سره په تاسو او په لندن کې د افغانانو په ټولنو باندې پوره باور لرم چې په داسې سختو شرایطو کې د یو بل تر څنګ ولاړ یاست. مونږ په سفارت کې تاسو ته ډاډ درکوو چې سفارت به ستاسو په خدمت کې وی؛ او په ډیر افسوس چې ستاسو د خونیدیتوب او د بریتانیا د حکومت د سپارښتنو پر بڼسټ زمونږ خدمتونه یواځې د عاجلو غوښتنو په صورت کې قدرمنو هیوادوالو ته وړاندې کیږی. د اړتیا په وخت کې مونږ سره د لاندې آدرسونو د لارې په تماس کې شئ: 

فیس بوکپاڼه/ ټویټر:                                              @AfghanistanInUK                                      .

لینکدان:                                                                https://www.linkedin.com/company/afghanistaninuk         

ویب سایت:                                                           www.afghanistanembassy.org.uk                                

د ټیلیفون شمیرې:                                               (دوشنبې- چهارشنبه د سهار ۹ تر ماسپښین ۵ بجې پورې)

                                                                                ۰۰۴۴۵۳۵۵۱۱۴۵۲                        

                                                                                ۰۰۴۴۷۸۲۸۴۰۳۴۰۱

ایمیل:                                                                     ea@afghanistanembassy.org.uk

                                                                                consulate@afghanistanembassy.org,uk

  1. د سفارت د خدمتونو محدودیت:

ستاسو او د سفارت د کارکونکو د روغتیا او سلامتیا لپاره او د بریتانیا او آیرلند د حکومتونو د سپارښتنو او اقداماتو پر بڼسټ، لاندې ټکو ته پاملرنه وکړئ:

  1. د قونسلی خدمتونو د معلوماتو لپاره لاندې ایمیل آدرس او شمیرې سره په تماس کې شئ:

consulate@afghanistanembassy.org.uk                                              

۰۰۴۴۵۳۵۵۱۱۴۵۲ او ۰۰۴۴۷۸۲۸۴۰۳۴۰۱                                              

  1. که د کرونا ویروس علایم لکه توخۍ او تبه لرئ، مهربانی وکړئ سفارت ته د راتگ څخه ډډه وکړئ.
  2. د کرونا ویروس یو جدی ستونزه ده:

ستاسو روغتیا او سلامتیا زمونږ لومړیتوب دی. ستاسو نه په درنښت هیله کیږی چې د نړیوال روغتیایی سازمان، د بریتانیا، آیرلند، او افغانستان حکومتونو سپارښتنو ته په جدی توګه پاملرنه وکړئ.

  1. په کور کې پاتې شئ او ځان د نورو خلکو څخه لیرې وساتئ. یوازې د لومړنی اړتیاو د اخیستلو، ورزش، د طبی پاملرنې، او اړین کاری سفرونو لپاره د کور څخه بیرون ووځئ
    1. خپل کورنۍ او ملګرو سره چې په یو کور کې تاسو سره استوګن ندی، یواځې د اړتیا په موخه وګورئ.
    1. خوراکی توکې یواځې د ضرورت تر حده واخلئ.
    1. غیر لازمی پلورونکی، او نور اجتماعی ځایونه تګ څخه ډډه وکړئ.
    1. لاسونو معمولا در ۲۰ ثانیو لپاره په صابون او اوبو سره ومینځئ. په ځانګری توګه وروسته له توخۍ، پرنجۍ، او کله چې په عامه ځای کی یاست. که صابون او اوبه په آسانۍ شتون نلری، د سنیتایزر څخه چې اقلا ۶۰ فیصده الکول ولری استفاده وکړئ.
    1. که ناروغ یاست، خپل پوزه او خوله د ماسک سره پوښ کړئ.
    1. کله چې لاسونه مو پاک نه وی، خپل په سترګو، پوزه او خوله کې لاس مه وهئ.
    1. اقلا دوه متره اجتماعی واټن مراعات کړئ.
    1. لاندې ویبسایټونه د معلوماتو لپاره وګورئ:

بریتانیا:

https://www.gov.uk/government/publications/covid-19-track-coronavirus-cases

https://www.nhs.uk/using-the-nhs/nhs-services/urgent-and-emergency-care/nhs-111/

https://www.gov.uk/coronavirus

https://www.gov.uk

آیرلند:

https://www.gov.ie/en/publication/472f64-covid-19-coronavirus-guidance-and-advice/

https://www.hse.ie/eng/services/news/newsfeatures/covid19-updates/partner-resources/covid-19-translated-resources/

نړیوال روغتیایی سازمان:

https://www.who.int/emergencies/diseases/novel-coronavirus-2019

WhatsApp number: +417 989 318 92

افغانستان

که پدې مرض اخته شوی یاست ۱۶۶ شمیرې سره په تماس کې شئ .

د توکو د قیمت زیاتوالی او د تجمعاتو ځایونو د خلاصون په اړه ۱۹۹ پولیس او ۱۵۵ ښاروالۍ سره په تماس کې شئ.

د بیړنۍ روغتیا وضعیت په حالت کې ۱۰۲ کابل امبولانس سره په تماس کې شئ.

  1. که پدې مرض اخته شوی یاست:

په کرونا اخته ناروغان د متوسط او شدید تنفسی ستونزو، توخۍ، تبه او ساه­لندۍ څخه شکایت لری. د دې علایم لرل پدې معنی ندی چې تاسو پدې ویروس اخته یاست. هغه ناروغان چې پدې ویروس اخته دی د ساده او یا متوسط ساه­لندۍ څخه شکایت لری. هغه ناروغان چې د زړه مرض، شکر، سرطان او ساه­لندۍ لری د نورو په پرتله د نورو په پرتله خطر سره مخامخ دی.  که دا علایم لرئ لاندې سپارښتنې په پام کې ونیسئ:

  1. په کور کې پاتې شئ. ډیر شمیر ناروغان چې د ویروس معمولی علایم لری په کور کې کیدو وړتیا لری. پدی حالت کې یوازې د طبې پاملرنی لپاره د کور څخه بیرون ووځئ.
  2. مخکې له دی نه چې ډاکټر ته مراجعه وکړئ، د لاندې شمیرې سره په تماس کې شئ: بریتانیا : ۱۱۱آیرلند: ۱۸۵۰۲۴۱۸۵۰ افغانستان: ۱۶۹  
  3. د عامه ترانسپورت د استفادې څخه ډډه وکړئ.
  4. د امکان تر حده، په یوه ځانګړی “ناروغ خونه” کې پاتې شئ او په خپل کور کې د نورو خلکو څخه لیرې اوسئ، او که امکانات وی جلا تشناب وکاروئ.
  5. د څارویو او حیواناتو سره اړیکه محدود کړئ.
  1.  مسافرت:
  2. د استثانی او اړین شرایطو پرته سفر مه کوئ. د نړۍ په کچه په هوایی ډګرونو او سرحداتو کې د قرنطین اقدامات اخیستل شوی دی.
  3. افغانستان ته دننه او بهر سفر کول ستونزمن شوی او د انګلستان او آیرلینډ څخه بهر غیر ضروری سفرونه د اوس لپاره منع دی.
  4. ټول تجارتی پروازونه افغانستان ته او څخه د اوس لپاره ځندول شوی دی.‌ د زیاتو معلوماتو لپاره خپل هوایی شرکت سره په تماس کې شئ.
  5. دبی: د اماراتو په ګډون ډیری هوایی شرکتونو خپلې الوتنې له افغانستان څخه او افغانستان ته محدود کړی دی. د مارچ په ۲۳ ، اماراتو هم تر راتلونکی خبرتیا پورې هرډول او ټول ټرانزیټ ویزې خدمات ځڼدولی دی. او د مارچ په ۲۴ نیمه شپه به له متحده اماراتو څخه ټولې داخلی او بیرونی الوتنې وځنډول شی.
  6.  د مارچ تر ۱۹ پورې هغه مسافرین چې افغانستان ته تللی تاجیکستان او ترکمنستان ته د تلو اجازه نلری.
  7.  ازبکستان ته ټولې داخلی او بیرون الوتنې هم وځنډول شوې. د ترکش هوایی شرکت او کام ایر لاهم فعال دی. موږ وړاندیز کوو چې د نورو معلوماتو لپاره دهوایی شرکتونو سره مستقیم اړیکې ونیسئ.
  8. ترکش ایرلاین پروازونه افغانستان ته ځندول شوی دی.
  9. د کام ایر پروازونه استانبول ته هم د اوس لپاره دریدلی دی.
  10. د افغانستان او پاکستان ترمنځ لاره د اپریل ۶ تر ۹ مه پورې د خلکو پر مخ خلاص دی.  
  11. د ایران څخه افغانستان ته ټول پروازونه د لنډې مودې لپاره ځندولی دی.
  12. همدا راز د هند څخه افغانستان ته ټول پروازونه د اپریل تر څوارلسمه ځندیدلی دی. داخلی پروازونه هم تر همدې مودې پوری غیر فعاله پاتې کیږی.

د نړۍ په کچه ، د هوایی چلند عملیات ، او د تماس تفصیلات د اوسنی سفر محدودیتونو په اړه نور معلومات په لاندې ویب پاڼو کې موندلۍ شئ:

  • د قرنطین په دوره کې فعال پاتې شئ:
    • د ټیکنالوژۍ څخه په استفادې سره د ملګرو یا خپلوانو سره په افغانستان کې اړیکه ونیسئ او په تماس کې پاتې شئ.
    • هره ورځ یو له خندا ډک او هڅونکی عکس د خپلو دوستانو سره دلته او افغانستان کې شریک کړئ.
    • په کور کې تمرین وکړئ، یو ژورنال ولیکئ یا عبادت وکړئ.
    •  ستاسو په ټولنه کې ترټولو زیان منونکی خلکو سره د مرستې لپاره نوی لارې چارې په ګوته کړئ.
    • په هغه فعالیتونو کې بوخت شئ چې تاسو خوشحاله کوی.
    • ښه خوب وکړئ؛ خپل عادی ورځینۍ تمرینونه وساتئ.
    • خپل ورځ تنظیم کړئ او نوې ورځنۍ چارې ځان ته جوړ کړئ.
    • تلویزیون بند کړئ او د خبرونو اوریدلو وخت محدود کړئ ، سندرې واورئ او شعر ولولئ.
    • که صحت مو ښه وی،‌ رضا کاری وکړئ.
    • نوی کتاب ولولئ؛ هغه کتاب بیا ولولئ چې ورسره مینه لرئ.
  • د ویزې او مهاجرت په اړه معلومات:

آیرلند:

هرڅوک چې د کډوالۍ اجازه لیک یې چې د مارچ ۲۰ او د د می میاشتې آخرې نیټې ترمینځ خلاصیږی په اوتومات ډول د دوې میاشتې لپاره نوی کیږی. دا سند به د موجود اجازه­لیک په اساس ورکول کیږی او ورته شرایط به ورباندې پلی کیږی. ډیر نړیوال زده کوونکی د کډوالۍ اجازه لیکونه لری چې د ژبې په ښوونځی کې د دوی د ګډون پورې تړاو لری. څرنګه چې د انګلیسی ژبې زده کړې د کرونا ویروس لپاره د حکومت د مشورې له امله تړل شوی، د ټول نړیوال زده کوونکی به د حاضری موده به په نظر کې ونیول شی. نور ټول قواعد به په خپل ځای پاتې وی او زده کوونکی به اړتیا ولری چې د معمول په توګه خپل راجستریشن نوی کړی.

د مهاجرینو او عدلیئ دیپارتمنت مشورې په لاندې ویب پاڼه کې لیدلای شئ:

http://www.inis.gov.ie/en/INIS/Pages/Home

د کډوالۍ جوازونو د نوی کولو په اړه نور معلومات په لاندې ویب پانه کې موندلای شئ:

http://www.justice.ie/en/JELR/Pages/PR20000037

بریتانیا:

که تاسو په انګلستان کې یاست او ستاسو د اسنادو موده د می ۲۰۲۰ پورې ختمیږی، ستاسو ویزه به د ۲۰۲۰ کال د می پورې وغځول شی. که تاسو د سفر محدودیتونو یا د کورونایرس له امله انګلستان نه شئ وتلی، تاسو باید د خپلو راجستریشن د نوی کولو لپاره د کورونویرس امیګریشن ټیم (CIT) سره اړیکه ونیسئ.

ټولې مشورې، غوښتنې، او په انګلستان کې د ویزې په هکله د معلوماتو لپاره لاندې ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ:  

https://www.gov.uk/guidance/coronavirus-covid-19-advice-for-uk-visa-applicants-and-temporary-uk-residents

په کور کې پاتې ش‍ئ، د روغتیا خاوند، مثبت او ګټور اوسئ !

دکمه بازگشت به بالا
بستن
بستن