امروز : دوشنبه ۳ ثور ۱۳۹۷
Home » خدمات قونسلی » د جرمی مسئولیت مخینې سند

د جرمی مسئولیت مخینې سند

د جرمی مسئولیت مخینې سند هغو افغانانو او غیر افغانانو وګړو ته وېشل کېږی چې افغانستان کې اوسېدلی او یا هم هلته یې دنده ترسره کړې وی، په لندن کې افغانستان سفارت د یو لړ لازمو مراحلو له  سرته رسولو وروسته غوښتونکی شخص ته په رسمی او کتبی توګه نتیجه وراندی کوی.

د جرمی مسئولیت مخینې سند لاسته راوړلو لپاره لاندې شرایط  د پلی کېدو وړ دی:

  • د جرمی مسئولیت مخینې فورمه چې په درېو ژبو (پښتو، دری او انګلیسی) ترتیب شوې په هغه کې لازم غوښتل شوی معلومات ذکر کول. (فورمهد سفارت له ویب پاڼی څخه لاسته راو‌‌ړلای شی)
  • یوه قطعه کس چې تازه اخستل شوی،او په معیاری توګه چاپ وی.
  • اصلی پېژندپاڼه (تذکره) چې د هېواد له بهرنیو چارو وزارت لخوا تائید شوې وی. (د تذکرې کاپی د منلو وړ نده).
  • د غوښتونکی کس هغه دقیق ادرس او د اړیکو شمېرې چې د خبر ورکولو په وخت کې لاسرسی ورته لری.
  • د دغه سند فیس ۴۰ پونډه ده، او تحویلونکی کولای شی فیس د بانکی کارت له لارې تحویل کړی، د کارت په نه موجودیت کې کولای شی د سفارت اړوند نژدې بانکی څانګې ته مراجعه وکړی. د یادونې وړ ده چې نقدی پیسې او چک نه قبلېږی. (تحویل شوې پیسې بیرته د ګرځېدو وړ نه دی.)

 

د جرمی مسئولیت مخینې سند لپاره فورمه لدې ځایه ترلاسه کولای شئ.