غیابی تذکره

د غیابی تذکرې لپاره فورمه کولای شئ په لندن کې د افغانستان سفارت له ویب پاڼې تر لاسه کړئ.

د فورمې د ډکولو وروسته د غیابی تذکرې غوښتونکی باید د افغانستان سفارت قونسلی څانګې ته پخپله مراجعه وکړی.

غیابی تذکرې غوښتونکی باید پخوا تذکره نه وی ترلاسه کړی. که چېرې پخوا تذکره اخستې وه  او اوس غواړی بیا تذکره تر لاسه کړی نو د پخوانۍ تذکرې کاپی او بیا ځل اخستو دلیل په ذکر کولو سره باید د همدې فورمې له لارې مثنی تذکرې ته غوښتنه وکړی.(هممهاله دوه تذکرې درلودل د قانون له مخې جرم ګڼل کېږی).

متقاضی باید د فورمې تر څنګ د دوه تنو خپلو اقاربو (پلار، ورور ، او یا خور ) تذکرې کاپیانې له ځانه سره ولری ، تر څو د پېژندنې او وګړو د ثبت په اداره کې  د هغوی د تذکرو له مخې د ده کورنۍ ریښې په پېژندلو سره ورته  تذکره ووېشل شی.

هغه وګړی چې له متقاضی سره په پلرنۍ ریښه کې شامل نه وی ( مور، ترور، ماما، د ماما زوی ، خاله، او داسې نور) نشی کولای د متقاضی د تذکرې د شجرې د اساس کتاب په تثبیت کې مرسته وکړی.

د دغه سند فیس ۲۰ پونډه ده، او تحویلونکی کولای شی فیس د بانکی کارت له لارې تحویل کړی، د کارت په نه موجودیت کې کولای شی د سفارت اړوند نژدې بانکی څانګې ته مراجعه وکړی. د یادونې وړ ده چې نقدی پیسې او چک نه قبلېږی. (تحویل شوې پیسې بیرته د ګرځېدو وړ نه دی.)

 

د غیابی تذکرې د ترلاسه کولو لپاره لاندې ځای کلیک کړئ.

 

بستن