امروز : جمعه ۲ سرطان ۱۳۹۶
Home » خدمات قونسلی » د کوزدی تصدیق

د کوزدی تصدیق

د کوزدی تصدیق فقط و افغانی اتباعو ته په بریتانیا، شمالی ایرلند او ایرلند جمهوریت کښی صادریږی. افغانستان اسلامی جمهوریت سفارت په لندن کښی نکاحنامه نه صادروی.

د کوزدی د تصدیق د صادرلو ضروری شرایط:

  • د ملاقات وخت تعینول د قونسلی شعبی سره د انلاین سیستم له لاری
  • د غوښتونکو حضور (میړه او مادینه) حتمی دی
  • د غوښتنلیک فورم ډکول او تکمیل کول په درو ژبو پښتو، دری او انگلیسی
  • یوه یوه قطعه عکس د غو ښتونکو ( میړه او مادینه)
  • د هویت د تائید سند د غوښتونکو (افغانی تذکره چه په بهرنیو چارو وزارت کښی تائید شوی)
  • د غوښتونکو (میړه او مادینه) پاسپورتونه، ویزی او د اوسیدو د محل سند چه په بریتانیا کښی د هغوی هویت ثابت کړی
  • د اولاد د پیدا کیدولو سند چه په هغه کښی د والدینو نومونه درج وی که چیری موجود نه وی نو دوه شاهدان حتمی دی. د شاهدانو د هویت تائید او د اوسیدو د محل سندونه په بریتانیا کښی ضروری دی
  • د غوښتونکو (میړه او مادینه) د اوسیدو د محل سند (بریښنا بل، گاز بل او بانکی ورقه)
  • د کوزدی سند فیس ۴۰ پوند دی. دا مبلغ د بانکی کارت له لاری د قونسلی شعبه ته تادیه کیږی.