امروز : جمعه ۲ سرطان ۱۳۹۶
Home » خدمات قونسلی » پاسپورټ – پشتو (ایرلند جمهوریت)

پاسپورټ – پشتو (ایرلند جمهوریت)

د نوی الیکترونیک پاسپورټ غوښتنه د هغو افغانی اتباعو د پاره چه د ایرلند په جمهوریت کښی اوسیږی.

یوازی هغه افغانی اتباع چه په ایرلند جمهوریت کښی ژوندکوی، کولای شی د پوسټ  د لاری نوی پاسپورټ تر لاسه کړی.

د لازمو اسناد او مدارکو را استول:

  • د نوی غوښتنلیک فورم ډکول په درو ژبو (پشتو، دری او انگلیسی) موجود وی
  • دوی قطعی د پاسپورت اندازه عکسونه چه (۴×۴٫۵) سانتی متر وی. او تر۶ میاشتو زاړه نوی، مخامخ اخستل شوی وی او دواړه غوږونه پکښی ولیدل شی.
  • افغانی تذکره چی د بهرنیو چارو وزارت لخوا په افغانستان کښی تائید شوی وی.
  • د ایرلند ویزه او نور معتبر اسناد چه ستاسو د اوسیدو تائید وکړی په ایرلند جمهوریت کښی. (اسناد بیله عکسه نه قبلیږی)
  • د غوشتونکی اوسیدو د محل پته (برشنا بل، گاز بل، تیلیفون او داسی نور)
  • ۱۰۵ پوند پوستل آردر (فیس د افغانستان سفارت په لندن کښی په نامه)
  • یو خالی پاکت چه د غوښتونکی پته پری لیکل شوی، او ۱۰ پوند پوستل آردر د بیرته روان کولو د پاره د نوی پاسپورت.
  • نوموړی اسناد راجستر پوست دلاری راواستول شی ترڅوچه ورک کیدو نه ئی مخ نیونه وشی.
  • ورسته له هغه چه اسناد د افغانستان اسلامی جمهوریت سفارت په لندن کښی ترلاسه کړی یوه لنډه مصاحبه د سکایپ له طریقه ترسره کیږی چه وخت او زمان ئی د قونسلی د شعبه لخوا تعیین کیږی.
  • د لا ډیر معلومات د پاره تاسو کولای شی په ۰۲۰۷۲۲۵۴۷۴۸ شمیری په تماس کښی شی، زموز بریشنایی پته (passport@afghanistanembassy.org.uk) دی.