امروز : پنج شنبه ۴ جوزا ۱۳۹۶
Home » خدمات قونسلی » د پاسپورټ تمدید – پښتو

د پاسپورټ تمدید – پښتو

د پاسپورټ تمدید لپاره ضروری معلومات:

۱- د پاسپورټ د تمدید فورمی باید په پشپړه ټوګه  ډکی او لاسلیک شی.

۲- د تمدید کوونکی پاسپورټ باید د تمدید لپاره ځای ولری. که د تمدید کوونکی پاسپورټ ځای ونلری. د غوښتنی په صورت کی ورته د اصولو سره، نوی پاسپورټ صادریږی.

۳- که چیری د کومو دلایلوپر بنسټ، پاسپورټ د تمدید وړنه وی، سفارت له اړوندوڅانګو څخه د پاسپورټ د صحت او اصلیت په هکله خپل معلومات راټولوی.

۴- د قونسلی خدماتو لپاره د قونسلی څانګی سره (Appointment)  وخت ټاکل لازمی ده.

۵-د هستو ګنځی په اړه د اړونده لازمو اسنادو وړاندی کولوچی په هغه کی د غوښتونکی نوم رسماُ ثبت وی.

۶-د پاسپورټ صدور او تمدید لپاره اخیستل شوی پیسی په هیڅ ډول بیرته نه ورکول کیږی. ( د قیمتونو لپاره د قیمتونو پانی ته مراجعه وکړی).

۷-د پاسپورټ تمدید د غوښتنی په ورځ سرته رسیږی.

۸-داسفارت دهغوغوښتنلیکونو د ورکیدو پره په غاړه نه اخلی چی د غیر راجستر پوستی له لاری رالیږدول شوی وی.

د پاسپورټ د تمدید د قیمتونو پاڼی:

د پاسپورټ صادرولو لپاره لا ندینی قیمتونه ټاکل شوی دی:

۱. د یو کلن پاسپورټ لپاره ۱۵ پونډه،

۲. د دوه کلن پاسپو‌رټ لپاره ۳۰ پونډه،

۳. د دری کلن  پاسپو‌رټ لپاره ۴۵ پونده،

۴- د پنځه کلن پاسپو‌رټ لپاره ۷۲ پونډه،

د پاسپوړټ د صدوراو تمدید ټاکل شوی مبلغ باید د سفارت بانکی حسابته ولیږدول شی!

د نقدو پیسو له اخیستلو څخه په کلکه معذرت غوارو.

د قونسلی څانګی کاری وختونه
له دوشنبیڅخه تر جمعېپوری د سهار له ۹:۳۰ بجو څخه د ماسپښین تر۱:۳۰ بجو پوری.

 

د قونسلی څانګی پته:

د قونسلی څانګی پته:

Consulate Section 31 Princes Gate Exhibition Road London SW7 1QQ United Kingdom

 

هغو غوښتونکو ته چی معلوماتی شمېره او یا ریفرنس ورکړ شوی وی، لطفاْ دی په رسمی وخت کی لدې شمېری سره اړیکه ټېنګه کړی:۰۲۰۷۲۲۵۴۷۴۸

برای دریافت و داونلود فورمه تمدید پاسپورت ، اینجا کلیک نمائید