خبرنامه

په لندن کی د افغانستان لمړنۍ  ګډ سوداګریز کنفرانس جوړیږی

 

په برتانیه کې د افغانستان لوۍ سفارت د خپلو ورځنیو چارو سربېره، د هیواد د اقتصادی پیاوړتیا په موخه غواړی په لندن کې سوداګریز کنفرانس او د افغانستان سوداګریزو، تولیداتو، صنایعو او نورو توکو نمایش ترسره کړی. دغه کنفرانس او سوداګریز نندارتون به د برتانیې او افغان حکومت د سوداګریزو خونو سره په همغږۍ  د روان عیسوی کال د سپټمبر د میاشتې ترسره کېږی.

کنفرانس به د افغانستان او برتانیې حکومت چارواکو، سوداګرو او سوداګرپوهانو ترمنځ د مستقیمې ناستې یو ښه ارتباطی مرکز په څېر وی، تر څو برخوال اړخونه د سوداګریزو تجربو، تجارتی ودې، پرمختګ او د دواړو هیوادونو تر منځ موجوده فرصتونو څخه د ګټې اخیستې په موخه له یو بل سره په پوره همغږی خپل نظریات شریک کړی.

له لدې ټولو سربېره، د افغانستان سفارت به تل د یو زمینه ساز په توګه له دغه ارتباطی فرصت نه د هیواد د اقتصادی پیاوړتیا په موخه، د دواړو هیوادونو ترمنځ دوامداره تولیدی تجارت په توګه ګټه اخلی، او په راتلونکی کې د اوږدمحاله ستراتېژۍ له مخې به ګډ اړخونه دغو سوداګریزو اړیکو ته پراختیا ورکوی. همدارنګه سفارت به د افغانستان تولیدات، صنایع او سوداګریزو توکو لپاره به د عامه پوهاوی او بازرموندنې په برخه کې خپلې هڅې ګړندی ساتی.

نمایش بیشتر
بستن