امروز : سه شنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۷
Home » اخبار سفارت » د هیواد یو تن لوړپوړی پوځی جنرال په برتانیه کې د خپلو زده کړو تر بشپړولو ورسته بیرته هیواد ته ستون شو

د هیواد یو تن لوړپوړی پوځی جنرال په برتانیه کې د خپلو زده کړو تر بشپړولو ورسته بیرته هیواد ته ستون شو

 

د کورنیو چارو وزارت یو تن لوړ پوړی پوځی افسر ښاغلی عبدالمقیم عبدالرحیمزی د برتانیې شاهی پوځی او دفاعی روزنیز مرکز څخه خپلې لوړې زده کړې په بشپړ بریالیتوب ترسره کړې.

ښاغلی عبدالرحیمزی ته په لندن کې د افغانستان سفارت لخوا ستاینلیک ورکړل شو، او هغه ته د ژوند په نورو چارو، او وطن ته د زیاتو خدمتونو په پار د لاډېرو بریاوو هیله وشوه.

عبدالرحیمزی د هیواد په کچه له هغو تاندو پوځی کدرنو له ډلې شمېرل کېږی چې اوسمهال د افغانستان اسلامی جمهوری دولت د امنتی او دفاعی پوځی لیکو کې نوموتی مثالونه لری. او هغه د هیواد لپاره د ملی پوځ د پیاوړتیا په برخه کې یو ښه زیری دی.

د نوموړی د ژوندانه او نور ګڼو لاسته راوړنو په برخه کې لاندې کرښې درنو لوستونکو ته وړاندې کېږی.

ښاغلی عبدالرحیمزی د کابل ولایت اصلی اوسېدونکی، چې د ښوونځۍ دوره یې په نادریه لیسه کې پای ته رسولې. وروسته بیا د کابل پوهنتون ژبو او ادبیاتو په پوهنځۍ کې د لسانس یوه دوره تکمیل کړه او بیا د کورنیو چارو وزارت اړوند پولیسو اکادمۍ کې نظامی او حقوقی زده کړې وکړې.

عبدالرحیمزی په ګڼو کورنیو او نړیوالو سازمانونو کې مختلفې دندې ترسره کړې دی، چې د هغو له جملې څخه د ملل متحد دفتر د یادونې وړ ده .

اوسمهال هغه د برتانیې په Royall College of Defence Studies  کې په نظامی او دفاعی چارو کې نورې زده کړې ترسره کړې او په لنډو وختونو کې به هیواد ته د خدمت په موخه ستون شی.

د برتانیې RCDS ډېرو مهمو برخو کې برخه والو ته زده کړې وړاندې کوی لکه ، نړیوال امنیت، ستراتیژیک رهبری او داسې نور.

همدارنګه د یاودنې وړ ده چې ښاغلی عبدالرحیمزی د اطلاعاتو په برخه کې د برتانیې په Leicester  پوهنتون کې هم زده کړې کړی ، او هغه د آسیایی ټولنې په سازمان کې د NESA  او NDUUS مرکزونو خاص برخوال ، زده کړیال او څېره پاتې شوی.

هغه پخپل تحصیلی دوران کې په مختلفو برخو کې علمی او تحقیقی مقالې لیکلی دی، چې ډېره برخه یې امنیتی او دفاعی مسایلو راڅرخی.

د RCDS  دفتر سربېره هغه د افریقا ځینو هیوادونو ته علمی سفرونو له لارې د افریقا د امنیت په هکله امنیتی علمی تحقیقات کړی، او د خپلو ځینو علمی سفرونو په خوا کې د امریکا له NY  او DC او په بروکسل کې د ناټو په ملکی او نظامی برخو، غونډو او سازمانو کې ګډون درلوده.

د ذکر وړ ده چې RCDS د ۹۰ کلونو راپدېخوا په مختلفو او مهمو برخو د ځوانو کدرونو په روزلو کې مهم رول لوبولی او ډېری ځوانان یې د رهبرۍ تر کچې تربیه کړی دی، چې د هغو له جملې څخه یو تن هم ښاغلی عبدالرحیمزی دی چې په ستراتیژیکو امنیتی برخو کې له دغه مرکز څخه خورا ډېرې علمی تجربې ترلاسه کړې.

هغه د هیواد دننه د کورنیو چارو په وزارت کې د شپږو کلونو لپاره دنده درلوده چې د دندو له جملې څخه یې د ستراتېژیکو اړیکو مشاوریت او د بهرنیو اړیکو ریس په توګه د ذکر وړ دی.

د بهرنیو اړیکو په ریاست کې نوموړی وکولای شول چې تر ۳۰۰۰ پورې زمونږ ملی پولیس ډېرو نورو بهرنیو اکاډمیکو مرکزونو ته د ښوونیز او روزنیزو دورو لپاره واستوی، نوموړی د دغه ریاست له لارې د پولیسو د روزنو په موخه له ګڼو هیوادونو څخه تحصیلی بورسیې ترلاسه کړی چې له هغو څخه ځینوې یې لکه فرانسه، جرمنی، پولنډ ، هالنډ، امریکا، برتانیه، چین، هندوستان، مصر او ترکیه دی.

له تعلیمی بهیر سربیره هغه وکولای شول ځینې په جګړه کې ټپیان ملی پولیس د درملنې لپاره نورو هیوادونو ته واستوی، چې دا هم د هغه د شې ډیپلوماسۍ او مذاکراتو پایله بلل کېږی.

دا لمړی ځل دی چې د کورنیو جارو وزارت لخوا په رسمی توګه یو کس  په RCDS کې برخه اخلی او خپله ښوونیزه دوره په بشپړ بریالیتوب پای ته رسوی.

دی به په لنډو وختونو کې له خپلې کورنۍ سره یوځای بیرته خپل وطن ته ستون شو او د خپلې پوهې او تجربوو پر بنسټ به د خپل مسلک له لارې وطنوالو ته د خدمت جوګه ګرځی.

هغه یو متعهد ، باتجربه او تاند شخصیت دی او د دې وړتیا لری چې د کورنیو چارو وزارت او د دولت په مختلفو برخو کې دندې ترسره کړی.