امروز : یکشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۶
Home » اخبار افغانستان » افغانستان لپاره کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالی کمیشنرۍ له نوی استازی سره د بهرنیو چارو وزیر لېدنه

افغانستان لپاره کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالی کمیشنرۍ له نوی استازی سره د بهرنیو چارو وزیر لېدنه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی، نن تر غرمې وروسته د خپل کار په دفتر کې افغانستان لپاره کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالی کمیسارۍ له نوی استازی فتحیه عبدالله سره، د پېژندګلوی لېدنه وکړه .
پدغه لېدنه کې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په بهر کې د افغانستان مهاجرینو ، بیرته راستنیدونکو او همدغه راز کورنیو بیځایه شویو لپاره کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالی کمیساری له فعالیتونو او همکاریو څخه د مننې په څرګندولو سره وویل :« دې ته پاملرنه چې افغانستان تر ټولو زیات مهاجر او بېځایه شوی لری ، د ملګرو ملتونو د بیلابیلو برخو، په ځانګړی ډول د کډوالو په چارو کې د دغه سازمان د عالی کمشنری د همکاریو دوام یو ضرورت او جدی اړتیا ده».
وروسته، آغلې فتحیه عبدالله بهرنیو چارو وزیر ته د خپل اعتبار لیک په وړاندې کولو سره، بهر کې استوګن د افغانستان مهاجرینو په چارو کې خپله تجربې ته اشاره وکړه او ټینګار ېې وکړ چې افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال به، مهاجرینو ، همدغه را راستنیدونکو او کورنیو بیځایه شویو لپاره د مرستې او همکاریو د جلبولو په لاره کې په ځغرده او غوڅې هلې ځلې وکړی.
پدې لیدنه کې، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالی کمیشنرۍ د وروستیو فعالیتونو او همدغه راز د دغو بنسټونو او د افغانستان دولت د اړوند ادارو ترمنځ په ځانګړې ډول د بهرنیو چارو وزارت، د همغږی په هکله هم خبرې اترې وشوې.