امروز : چهارشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۶
Home » اخبار افغانستان » کابل کې استوګن د پاکستان اسلامی جمهوریت سفیر سره د بهرنیو چارو وزیر د مخه ښې لېدنه

کابل کې استوګن د پاکستان اسلامی جمهوریت سفیر سره د بهرنیو چارو وزیر د مخه ښې لېدنه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی، نن له غرمې وروسته، د پاکستان د اسلامی جمهوریت سفیر ښاغلی سید ابرارحسین چې کابل کې ېې ماموریت پای ته رسیدلی ، تودیعې لېدنې لپاره حضور ته ومانه.

 پېل کې، ښاغلی حسین کابل کې د خپل ماموریت په بهیر کې د پاکستان اسلامی جمهوریت سفارت سره د افغانستان د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له همکاریو څخه مننه او قدردانی وکړه.

وروسته ، بهرنیو چارو وزیر ښاغلی حسین ته د هغه په راتلونکی ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه .

د دغې کتنې په دوام کې، خواو له وروستیو هوکړو څخه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستونځو هواری لپاره ترسره شوی یادونه وکړه او د دواړو لوریو لخوا دغو هوکړو عملی کیدنې ته د هیله منتیا په څرګندولو سره، دواړو هیوادونو تر منځ د اړیګو ښه والی ېې د خواو په ګټه وباله.