امروز : چهارشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۶
Home » اخبار افغانستان » د سویډن پارلمانی پلاوی سره د بهرنیو چارو وزیر لېدنه

د سویډن پارلمانی پلاوی سره د بهرنیو چارو وزیر لېدنه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی، نن له غرمې وروسته ، د سویډن له پارلمانی پلاوی سره چې د سویډن د پارلمان د بهرنیو چارو اړیکو دکمیسیون غړی او د اروپا امنیت او همکاریو سازمان کې د هغه هیواد د پلاوی مرستیال آغلې مارګریټا سیدرفل په مشری کابل ته راغلی دی، لېدنه او خبرې وکړې .

  پدی لېدنه کې، د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمیسیون غړو ښاغلیو کرسټرون فیوډر،ګوران پټرسان او اندرس اوسترګ او کابل کې استوګن د سویډن سفیر هم ګډون درلود.

د دغې لېدنې په پیل کې صلاح الدین ربانی، دسویډن په پلازمېنې استوکهلم ښار کې وروستۍ ترهګریزې پېښې په خاطر د خپلې خواخوږې او همدرد په څرګندولو سره، په جګړه ییز نوی فصل کې د افغانستان د حالاتو او امنیتی ګواښونو شننه وکړه او یادونه ېې وکړه چې د افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونه، هره ورځ د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د دښمن او بیلابیلو ترهګرو ډلو وړاندې په مبارزه او د هغوی د بریدونو په ځپلو لګیا دی او پدې برخه کې ډېرې ښې لاس ته راوړنې لری.

صلاح الدین ربانی د افغانستان او سویډن ترمنځ اوږدو تاریخی اړیکو ته په اشارې سره، څرګنده کړه چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې، ښوونې اوروغتیایی برخو کې افغانستان خلکوسره د سویډن کمېټې همکاریګانې او همدغه شان د یوه نیمه لسیزې په ترڅ کې په بیلابیلو سیاسی، امنیتی او اقتصادی برخو کې افغانستان سره د هغه هیواد همکاریګانې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو ډېره ښه بیلګه ده.

بیا وروسته، د سویډن د پارلمانی پلاوې مشرې آغلې مارګریتا سید رفل وویل، چې هیواد ېې د افغانستان له ښو دوستانو څخه دی او د یوه موډرن او سولمن افغانستان غوښتونکی دی چې ولسواک او انتخابی دولت ولری او د بشری حقونو ارزښتونه لدې ډلې د ښځو حقونه رعایت شی.