امروز : یکشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۶
Home » اخبار ارگ (ریاست جمهوری) » رئیس جمهورغنی در مورد دستآوردهای سفر به آسترالیا، اندونیزیا و سنگاپور معلومات ارائه کرد

رئیس جمهورغنی در مورد دستآوردهای سفر به آسترالیا، اندونیزیا و سنگاپور معلومات ارائه کرد

محمداشرف غنی رئیس‌جمهوری اسلامی افغانستان، طی کنفرانس مطبوعاتی پیرامون دستآوردهای اخیر سفر به آسترالیا، اندونیزیا و سنگاپور به رسانه ها معلومات ارائه کرد.
رئیس جمهور کشور اهداف عمدۀ سفر به کشورهای متذکره را به گونۀ مفصل تشریح نمود و یکی از اهداف این سفر را تأمین روابط و گسترش همکاری های مزید اقتصادی و تجارتی با کشورهای مذکور یاد کرد.
رئیس جمهور گفت که آسترالیا یکی از کشورهای بزرگ اقتصادی و عضو سازمان جی ۲۰ می باشد که در بخش های گوناگون تا اکنون با افغانستان همکاری داشته است، و در این سفر تمرکز ما جلب همکاری ها بخصوص بر استفاده از تجارب این کشور در بخش های مدیریت آب، زراعت و مالداری، معادن، سیستم سازی، امحای مواد مخدر و مبارزه با فساد می باشد که در این زمینه آسترالیا آمادۀ همکاری است.
وی تصریح کرد که هم اکنون شش هزار جوان افغانستان در آسترالیا مصروف فراگیری آموزش در مقاطع لیسانس، ماستری و دکتورا می باشند که هرکدام شان برای آبادی آیندۀ افغانستان سهم بارزی را ایفا خواهد کرد.
رئیس جمهور گفت، اندونیزیا ۴۰ سال قبل یکی از فقیرترین کشورهای آسیا بشمار میرفت، طی ۲۰ سال توانست فقر را کاهش دهد و امروز جزء کشورهای توسعه یافته در آسیا است. وی افغانستان و اندونیزیا را دوکشور هم فرهنگ به لحاظ دینی عنوان کرد و گفت که این دوکشور نمایندگی واقعی از اسلام کنند و تأکید ورزید که علیه اقلیت های کوچک که میخواهند از نام اسلام سوء استفاده کنند، باید صدا بلند شود.
رئیس جمهور محمداشرف غنی افزود که شش سند همکاری در عرصه های مختلف میان افغانستان و اندونیزیا به امضا رسید و هیئت سرمایه گذاران اندونیزیا بخاطر جستجوی راه های سرمایه گذاری و تجاری در آینده به افغانستان سفر خواهد کرد.
رئیس جمهور گفت که اندونیزیا درحل منازعات تجارب خوب دارد و علمای این کشور در بحث با شورای عالی صلح، پیرامون روند صلح و حل منازعات در افغانستان مذاکره خواهند نمود و این کشور، افغانستان را در زمینۀ مبارزه با حوادث طبیعی نیز همکاری خواهد کرد.
رئیس جمهورمحمداشرف غنی سنگاپور را نیز از کشورهای توسعه یافته اقتصادی دانسته گفت که در آینده برخی کارمندان دولتی به سطح معین ها و روسای مستقل به آن کشور سفر خواهند کرد تا سیستم های پاسخگو حکومتداری خوب را برای افغانستان جستجو کنند.
رئیس جمهور اظهارداشت که یک هیئت از سنگاپور در آینده به افغانستان سفر خواهد کرد تا پیرامون فرصت های سرمایه گذاری با مقامات افغان بحث و تبادل نظر کند.
رئیس جمهورغنی بااشاره به اینکه افغانستان از غنی ترین کشورهای جهان است گفت، تمرکز عمدۀ ما بالای آینده مرفه و اقتصاد محرک می باشد و باید درکنار موضوعات امنیت و ثبات روی استخراج منابع طبیعی توجه شود تا نسل فعلی و آینده از رفاه کامل بهره مند گردند.
رئیس جمهور گفت، مهمترین ثروت افغانستان موقعیت جغرافیایی آن است و باید منابع سرشار این کشور تشخیص گردد که چطور از آنها کار گرفته شود. وی علاوه کرد که بدون ثبات افغانستان و تأمین روابط این کشور با آسیا، ثبات منطقه تأمین نمیشود.
رئیس جمهور کشور تصریح کرد که ما خواهان تبدیل شدن افغانستان به مرکز ترانزیت بین المللی هستیم و روی زیربناهای افغانستان باید سرمایه گذاری بیشتر شود. وی افزود که در جریان دونیم سال گذشته افغانستان راه های توسعۀ اقتصادی و تجارتی را با آسیای مرکزی باز کرده است.
رئیس جمهور از مدیریت آبهای افغانستان یاد کرده گفت که این یکی از بحث های عمدۀ و حیاتی برای حکومت افغانستان می باشد، و زمین های افغانستان نیز از سرمایه های طبیعی و دارای اهمیت است.
رئیس جمهورمحمداشرف غنی اظهارداشت که ۳۳٪ معادن افغانستان سروی شده و افغانستان بزرگترین معادن به ویژه در بخش آهن، مس، لاجورد و سنگ مرمر را دارد.
وی از منابع انسانی به خصوص نسل جوان به عنوان سرمایۀ بزرگ یاد کرد و پیشرفت آیندۀ افغانستان را متکی به این نسل عنوان کرد. رئیس جمهور بیان داشت، هدف مهم ما معرفی نسل نو افغانستان به جهانیان است، نسلی که دارای تجربه و اندوخته علمی و نیز انگیزۀ تحول می باشد.
رئیس جمهور در مورد جنگ افغانستان گفت:” جنگ کنونی بالای افغانستان تحمیلی و در مقابل تروریزم و مواد مخدر است که نهادهای تروریستی می خواهند افغانستان را به پایگاه جهانی تروریزم مبدل کنند، اما بالعکس ما میخواهیم این کشور را به نقطۀ ثبات مبدل سازیم.
رئیس جمهور غنی در پایان این کنفرانس مطبوعاتی، به برخی پرسش های خبرنگاران نیز پاسخ ارائه کرد. او در پاسخ به سوالی در مورد مدیریت آبهای افغانستان گفت، کار روی تعدادی از فابریکات سمنت جریان دارد و زمینۀ سرمایه گذاری های بیشتر جستجو میگردد.
رئیس جمهور در مورد بهره برداری از بندهای آب گفت که بخش اول بند کجکی تمام شده و بند سلما سال قبل به بهره برداری رسید و در عرصه های مختلف تولید انرژی و ایجاد فابریکات از سوی کمپنی های خصوصی سرمایه گذاری شده است.
رئیس جمهور کشور در مورد طرح پرسش پیرامون مدیریت معادن افغانستان گفت، چگونگی تأمین امنیت و شرایط استخراج معادن در اولویت کاری حکومت قرار دارد و باید انکشاف معادن به گونۀ تدریجی انجام شود. وی افزود که با تطبیق پلان امنیتی چهارساله مردم شاهد امنیت سرتاسری خواهند بود.
وی در خصوص پرسشی پیرامون اشتراک در کنفرانس روسیه و روابط با آن کشور گفت، ما پنج حلقه سیاست خارجی داریم که همسایه ها، جهان اسلام، کشورهای آسیایی، شرکای بین المللی و نهادهای مالی جهانی در تمام این حلقات شامل اند .
رئیس جمهور گفت، ما می خواهیم مرکز همکاری باشیم و در گفتگوی جدی با همکاران قرار داریم، زیرا یک افغانستان باثبات به نفع همه است و افغانستان بی ثبات به نفع هیچ کسی نیست.
وی همچنان علاوه کرد: هر آن کسی که فکر می کند با کمک دشمن دشمن؛ نفع برداری می تواند، اشتباه می کنند و هر آن کس که فکر می کند میان تروریزم خوب و بد فرق قایل شده می تواند، اشتباه است.
رئیس جمهور خاطرنشان کرد که روسیه تحت تهدید تروریزم قرار دارد و اکنون ثابت شده است که تروریزم یک پدیده منطقه یی نه، بلکه یک پدیده جهانی است و در این زمینه قصد همکاری وجود دارد#.

—————

جمهوررئیس غنی اسټرالیا، اندونیزیا او سنګاپور ته د خپل سفر د لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی د مطبوعاتی کنفرانس له لارې اسټرالیا، اندونیزیا او سنګاپور ته د خپل وروستی سفر د لاسته راوړنو په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړل.
جمهوررئیس غنی یادو هېوادونو ته د سفر عمده موخې په تفصیل تشریح او د دغه سفر یوه موخه یې یادو هېوادونو سره د لا زیاتو اقتصادی او سوداګریزو همکاریو ټینګښت او د اړیکو پراختیا وبلله.
جمهوررئیس وویل، اسټرالیا ستر اقتصادی هېواد او د جی ۲۰سازمان غړی دی چې تر دې مهاله له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاری لری او په دغه سفر کې مو ‎د همکاریو په راجلبولو په ځانګړی ډول د مدیریت، کرنې او مالدارۍ، کانونو، سیستم جوړونې، د نشه‌یی توکو په له‌منځه وړلو او فساد سره په مبارزه کې د دغه هېواد له تجربو څخه په استفادې تمرکز درلود او دغه برخو کې اسټرالیا همکارۍ ته چمتو ده.
هغه څرګنده کړه، دا مهال شپږ زره افغان ځوانان په اسټرالیا کې د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په زده کړو بوخت دی چې هر یو به یې د راتلونکی اباد افغانستان لپاره خپل جوت رول ولوبوی.
جمهوررئیس وویل، اندونیزیا چې ۴۰کاله مخکې د اسیا یو بېوزله هېواد ګڼل کېده، په تېرو ۲۰کالو کې یې وکولای شول چې بېوزلی کمه او نن د اسیا د پرمختللو هېوادونو په کتار کې راشی. هغه افغانستان او اندونیزیا له دینی پلوه د ګډ فرهنګ لرونکی هېوادونه وبلل او ټینګار یې وکړ، دا دواړه هېوادونه چې د اسلام واقعی استازیتوب کوی، هغه کوچنی اقلیت چې غواړی د اسلام له نوم نه ناوړه ګټه پورته کړی، باید په ضد یې غږ پورته کړی.
جمهوررئیس محمداشرف غنی زیاته کړه، د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ شپږ سندونه لاسلیک شول او د اندونیزیا د پانګوالو یو پلاوی به په راتلونکی کې د پانګونې او سوداګرۍ د لارو چارو د لټولو په خاطر افغانستان ته سفر وکړی.
جمهوررئیس وویل، اندونیزیا د شخړو په حل کې ښې تجربې لری، د دغه هېواد دینی علما به په افغانستان کې د سولې بهیر او د شخړو د حل په خاطر د سولې عالی شورا سره بحث وکړی او همدارنګه به دغه هېواد افغانستان سره د طبیعی پیښو سره په مبارزه کې همکاری وکړی.
جمهوررئیس غنی سنګاپور هم له اقتصادی پلوه یو پرمختللی هېواد وباله وې ویل، په راتلونکی کې به د مستقلو رئیسانو او معینانو په کچه دولتی کارکوونکی دغه هېواد ته سفر وکړی تر څو د افغانستان لپاره د حکومتولۍ ځواب ورکوونکی سیستمونه ولټوی.
جمهوررئیس وویل، راتلونکی کې به د سنګاپور یو پلاوی افغانستان ته سفر وکړی، تر څو افغان مقاماتو سره د پانګونې په فرصتونو بحث او نظرونه تبادله کړی.
جمهوررئیس دې ته په اشارې چې افغانستان د نړۍ یو بډایه هېواد دی وویل، زموږ پام په سوکاله راتلونکی او محرک اقتصاد راټول دی، د امنیت او د ثبات موضوعاتو تر څنګ باید د طبیعی سرچینو استخراج ته پاملرنه وشی، تر څو اوسنی او راتلونکی نسل له بشپړې سوکالۍ برخمن شی.
جمهوررئیس وویل، د افغانستان تر ټولو مهمه شتمنی جغرافیایی موقعیت دی، باید د دغه هېواد پریمانه سرچینې تشخیص شی چې څنګه ورنه کار اخیستی شو. هغه زیاته کړه، د افغانستان له ثبات پرته او له اسیا سره د دغه هېواد د اړیکو له تینګښت پرته سیمې کې ثبات نشی رامنځته کېدای.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، موږ غواړو افغانستان د بین‌المللی ترانزیټ په مرکز بدل شی او د افغانستان په زیربناوو باید زیاته پانګونه وشی. هغه زیاته کړه، په تېرو دونیمو کالو کې افغانستان مرکزی اسیا ته سوداګریزې او اقتصادی لارې پرانیستی دی.
جمهوررئیس غنی د افغانستان د اوبو مدیریت یادونه وکړه وې ویل، دا د افغانستان د حکومت لپاره د بحث حیاتی موضوع ده، د افغانستان ځمکې طبیعی پانګه ده چې زیات اهمیت لری.
جمهوررئیس محمداشرف غنی څرګنده کړه، د افغانستان ۳۳سلنه کانونه سروی شوی دی، افغانستان د وسپنې، مس، لاجوردو او مرمر ډبرو ستر کانونه لری. هغه انسانی سرچینې په ځانګړی ډول ځوانان ستره پانګه وبلله او د افغانستان راتلونکی پرمختګ یې له دوی پورې وتاړه. هغه وویل، زموږ موخه داده چې د افغانستان نوی نسل نړۍ ته ور وپیژنو، هغه نسل چې علمی پوهه، تجربه او د تحول انګیزه لری.
جمهوررئیس د افغانستان د جنګ باره کې وویل: ” اوسنی جنګ پر موږ تپل شوی دی، دا د تروریزم او نشه یی توکو او هغو تروریستی بنسټونو سره دی چې غواړی افغانستان د نړیوال تروریزم په مرکز بدل کړی، خو برعکس موږ غواړو دا هېواد د ثبات په نقطې بدل کړو.”
جمهوررئیس غنی د دغه مطبوعاتی کنفرانس په پای کې د خبریالانو ځینو پوښتنو ته ځواب ورکړ. هغه د اوبو مدیریت او د افغانستان د کانونو په اړه د یو سوال په ځواب کې وویل، د سمنټو په ځینو فابریکو کار روان دی او د لازیاتې پانګونې لارې چارې لټوو.
جمهوررئیس د اوبو له بندونو څخه د استفادې په اړه وویل، د کجکی بند لومړۍ برخه بشپړه شوې ده، د سلما بند تېرکال ګټې اخیستو ته وسپارل شو او په بېلابېلو برخو کې د خصوصی کمپنیو له خوا د انرژۍ د تولید او فابریکو په جوړولو پانګونه شوې ده.
جمهوررئیس د افغانستان د کانونو د مدیریت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د کانونو استخراج او د امنیت د ټینګښټ شرایط د حکومت په لومړیتوبونو کې دی، د کانونو انکشاف باید په تدریجی توګه ترسره شی. هغه زیاته کړه، د څلور کلن امنیتی پلان په تطبیق سره به خلک له سرتاسری امنیت څخه برخمن شی.
هغه د روسیې په کنفرانس کې د ګډون او له دغه هېواد سره د اړیکو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل، موږ د بهرنی سیاست پنځه کړۍ لرو، چې ګاونډیان، اسلامی نړۍ، اسیایی هېوادونه، بین‌المللی شریکان او نړیوال مالی بنستونه ټول په دغو کړیو کې شامل دی.
جمهوررئیس وویل، غواړو د همکارۍ مرکز اوسو، همکارانو سره په جدی خبرو بوخت یوو، ځکه یو باثباته افغانستان د ټولو په ګټه دی او بې ثباته افغانستان د هیچا په ګټه نه دی.
همداراز هغه زیاته کړه: هر هغه څوک چې فکر کوی دښمن سره مرسته ګټه ور رسوی، تیروتی دی او هغه څوک چې فکر کوی د ښه او بد تروریزم ترمنځ فرق شته، اشتباه کوی.
جمهوررئیس څرګنده کړه، روسیه د تروریزم له ګواښ سره مخ ده، اوس ثابته شوې ده چې تروریزم یوه سیمه ییزه پدیده نه، بلکې یو نړیواله پدیده ده او په دې باره کې د همکارۍ نیت شته دی.#