امروز : یکشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۶
Home » اخبار ارگ (ریاست جمهوری) » جمهو رئیس غنی د اندونیزیا جمهور رئیس سره وکتل

جمهو رئیس غنی د اندونیزیا جمهور رئیس سره وکتل

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غنی ته د اندونیزیا جمهور رئیس جوکو ویدودو د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې چې د دواړو هېوادونو ملی سرودونه وغږول شول او د جمهور رئیس په درناوی او هرکلی د توپ یویشت ډزونه وشول، ښه راغلاست ووایه.

د تشریفاتو قطعې له معاینې، یو بل ته د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو پلاویو له ورپېژندلو او د مېلمنو کتاب له لاسلیک وروسته جمهور رئیس غنی او د اندونیزیا جمهور رئیس د یاد هېواد په ولسمشرۍ ماڼۍ کې په خپلمنځی کتنه کې د افغانستان او اندونیزیا  د اړیکو د لا ټینګښت او د معارف، کرنې، ټکنالوژی، احصایې او لوړو زده کړو په برخو کې د دوه اړخیزه همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهور رئیس غنی د افغانستان او اندونیزیا ۶۵ کلنو مناسباتو او دوستۍ ته په اشارې افغانستان او اندونیزیا  دوه تاریخی ملګری هېوادونه وبلل او همدارنګه یې د سولې د تامین، انکشاف او اقتصادی ودې په برخو کې د اندونیزیا بریالیوهڅو او تجربو ته په اشارې څرګنده کړه، د اندونیزیا له دغو تجربو څخه په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین، اقتصادی ودې او انکشاف په برخو کې هم ښه استفاده کېدلی شی.

جمهور رئیس غنی تروریزم او نشه یی توکی دوه بین المللی معضلې وبللې او زیاته یې کړه چې د نشه یی توکو د کار او قاچاق پیسې د بین المللی مافیا او تروریزم لاسونو ته ورځی. هغه زیاته کړه، د سیمې او نړۍ د هېوادونو د ګډو هڅو او همکاریو په پایله کې باید د دغو دواړو تهدیدونو او معضلو اساسی رېښې تشخیص او له منځه یووړل شی.

جمهور رئیس غنی د افغان مېرمنو قربانیو او هلو ځلو ته په اشارې وویل، دوی د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ په برخه کې تل فعال ګډون کړی دی. هغه زیاته کړه، په مهمو چارو او تصامیمو کې د دوی فعال حضور نه یوازې ضروری، بلکې حتمی دی او موږ د دوی د حضور د لا زیاتولو لپاره عملی هلې ځلې کړی او دغه هڅې به نورې هم پراخې شی.

د اندونیزیا جمهور رئیس د سولې د بین الافغانی مذاکراتو په پایله کې د حکومت او حزب اسلامی تر منځ د سولې د تړون لاسلیک او نتیجې ته رسېدل مهمه لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه، اندونیزیا په افغانستان کې د سولی په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او موږ به په همدې موخه په راتلونکی کې یو پلاوی افغانستان ته واستو، چې افغان مقاماتو سره په هغه اړه خپل نظریات او تجربې شریکې کړی.

نوموړی وویل، اندونیزیا به په افغانستان کې د اسلامی زده کړو لوی مرکز پرانیزی او د دغه مرکز له  لارې به د اندونیزیا او افغانستان د علماو تر منځ اړیکې او مناسبات ټینګ او دوی به په دې وتوانېږی چې خپله اسلامی پوهه او معلومات له یو بل سره شریک کړی.

د اندونیزیا جمهور رئیس تروریزم او د نشه یی توکو قاچاق د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات لپاره  ګډ تهدید وباله او زیاته یې کړه، اندونیزیا د دغو دواړو پدیدو او معضلو څخه سیمې او نړۍ ته د ورپېښو خطرونو د دفعه کولو په خاطر هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.

هغه څرګنده کړه، چې هېواد به یې د افغان ښځو د ظرفیتونو د لوړولو ترڅنګ افغان ځوانانو ته د ډیپلوماسۍ په برخو کې د زده کړو په موخه تحصیلی بورسونه ورکړی.

جمهور رئیس محمد اشرف غنی د اندونیزیا جمهور رئیس څخه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو له امله مننه وکړه او د سوداګرۍ، معارف، کرنې او مالدارۍ د ودې، شفافو ټاکنو، عمومی ادارې او  مالی پالیسیو او سیستمونو د رغاولو او نورو برخو کې د اندونیزیا تخنیکی پوهه او تجربې ګټورې وبللې.

د جمهور رئیس غنی او د اندونیزیا د جمهور رئیس جوکو ویدودو په حضور کې د دواړو هېوادونو مقاماتو د معارف، کرنې، احصایې، د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو، ساینس، ټکنالوژۍ او لوړو زده کړو په برخو کې د همکارۍ موافقتنامې هم لاسلیک کړې