امروز : چهارشنبه ۱ قوس ۱۳۹۶
Home » اخبار افغانستان » د سارک سکرترجنرال سره د بهرنیو چارو وزارت د سیاسی معین کتنه

د سارک سکرترجنرال سره د بهرنیو چارو وزارت د سیاسی معین کتنه

د افغانستان اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سیاسی معین ، حکمت خلیل کرزی ، نن سیمه ییزه همکاریو لپاره د سهیلی آسیا هېوادونو اتحادېې سکرترجنرال ښاغلی امجدحسین ب. سیال  د خپل کار په دفتر کې ولېدل .

 پدې لېدنه کې ، د خواو بیلابیلو موضوعګانو په اړه ، لدې ډلې په سارک کې د افغانستان پر رول، د دغه سازمان د هېوادونو د غړو ترمنځ د همکاریو ځواکمنولو، د برنامو د لومړیتوبو په ترتیبولو، د سیمې پیوستون او د دغه سازمان د راتلونکی لرلید په اړه بحث او خبری وکړې.

د بهرنیوچارو وزارت سیاسی معین ټینګار وکړ چې دسارک سازمان باید سیمه ییزې مهمې موضوعګانې ‎، لکه تروریزم او افراطیت سره مبارزه چې سیمې لپاره او په تېره بیا د افغانستان ثبات او امنیت ته په جدی ګواښ بدل شوی، خپلې کاری اجنډا کې شامله کړی.

سیاسی معین دسارک په حوزه کې همکاریو ځواکمنولو او رغون او سیمه ییز پیوستون کې د افغانستان د ملاتړ له دوام څخه د سارک سکرتر جنرال ته ډاډ ورکړ او څرګنده ېې کړه چې افغانستان به په سارک سازمان کې خپل رغنده او فعال رول ته دوام ورکړی.

ښاغلی سیال، چې دسارک سازمان د سکرتر جنرال په توګه ېې دنده د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۱ نېټه پېل شوې ده، د افغانستان دولت سترو مقاماتو او لدې ډلې د افغانستان اسلامی جمهوریت جلالتمآب جمهور ریس، جلالتمآب اجرائیه ریس او د بهرنیو چارو وزارت له مشرتابه سره د لېدنې او پېژندګلوی ترسره کولو په منظور د دوو ورځو سفر لپاره کابل ته راغلی دی.