امروز : چهارشنبه ۱ قوس ۱۳۹۶
Home » اخبار افغانستان » د بهرنیو چارو وزارت د ۱۳۹۶ لمریز ـ لیږیز کال د برنامو په اړه بحث لپاره د کاری ناستې دایرول

د بهرنیو چارو وزارت د ۱۳۹۶ لمریز ـ لیږیز کال د برنامو په اړه بحث لپاره د کاری ناستې دایرول

د بهرنیو چارو وزارت د ۱۳۹۶ لمریزـ لیږدیز کال پروګرامونو په اړه خبرو اترو لپاره کاری ناسته، د بهرنیو چارو وزارت د ادارې او سرچینو معین او سرپرست ډاکټر نصیر احمد اندیشه په ریاست ، پداسې حال کی چې سیاسی معین حکمت خلیل کرزی حضور درلود د دغه وزارت د سیاسی، اداری ،مالی ،کونسولی ، او خدماتو او تدارکاتو برخو د مرستیالانو او آمرینو په ګډون دایره شوه .

پدغه ناسته کې، سیمه ییزه همکاریو ځواکمنولو، بیلابیلو سیاسی،اقتصادی او امنیتی برخو کې دوه اړخیزه او څو اړخیزه اړیکو پراختیا ، د عامه ،امنیتی او د اوبو ډېپلوماسی پیاوړی کولو ، د اتباعو او مهاجرینو د حقونو ، د مراجعینو چارو په ترسره کولو کې د لازیاتو اسانتیاو د رامنځ ته کولو، د  فساد په وړاندی مبارزې او کاری اجراآتو کې د رڼښت رامنځ ته کولو ، د ملی شتمنی په توګه له هیواده بهر د افغانستان د سفارتونو او جنرل کونسولګریو د ودانیو بیا رغونې او ساتنې لاره کې د افغانستان د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د لنډمهاله او اوږدمهاله موخو او فعالیتونو د ټاکلو په اړه، هراړخیز تخنیکی او کاری بحثونه ترسره شول .

پدغه ناسته کې ، وپتېېل شوه چې په مرکز، ولایتونو کې او له هیواده د باندې د بهرنیو چارو وزارت ټولې څانګې خپل اجراآت   توحید او ارزونې لپاره د ۱۳۹۶ لمریز – لیږیزکاری پلان سره سم د بهرنیو چارو وزارت رهبری مقام ته او همدغه راز د پالیسۍ او ستراتژۍ ریاست ته ، په ټاکلی او خپل وخت کې راولیږی.

ویل کیږی، بهرنیو چارو وزارت ، په  ۱۳۹۶ ل. کال کې ، د افغانستان اسلامی جمهوریت بهرنی سیاست او اړیکو سره اړوند ۱۹ عمده موخو په لاره کې، ۶۴ کاری برنامې ټاکلی دی.