امروز : چهارشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۶
Home » اخبار ارگ (ریاست جمهوری) » جمهوررئیس غنی: د امنیتی او دفاعی ځواکونو بنسټونو کې باید هیڅ ډول مداخله ونشی

جمهوررئیس غنی: د امنیتی او دفاعی ځواکونو بنسټونو کې باید هیڅ ډول مداخله ونشی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی نن ماښام په ارګ کې د امنیتی او دفاعی ځواکونو د لوړپوړو افسرانو د کنفرانس په پای کې د دغو ځواکونو د قول اردوګانو، امنیه قوماندانیو او د زونونو له قوماندانانو او د ملی امنیت له رئیسانو سره وکتل.

 

په دغه کتنه کې چې د هېواد د امنیتی او دفاعی ارګانونو مشرتابه هم حضور درلود، د ملی دفاع وزارت لوی درستیز ستر جنرال قدم شاه شهیم د امنیتی او دفاعی ځواکونو د لوړپوړو افسرانو دغه دوه ورځنی کنفرانس ګټور وباله وې ویل، په دغه دوه ورځنی کنفرانس کې بېلابېل موضوعات په ځانګړی ډول مختلفو سیمو کې ترسره شوی نظامی عملیات وارزول شول او د قوت او ضعف ټکو په اړه یې نظرونه تبادله شول.

 

همدارنګه د پولیسو د خاصو قطعاتو قوماندان مل‌پاسوال روشن‌دل د سوق او ادارې او د دښمن د پلانونو د شنډولو او دفع کولو په اړه راپور ورکړ. هغه وویل، ټول امنیتی بنسټونه په همغږۍ د دښمن د له منځه وړلو په خاطر هڅې او مبارزه کوی او چمتو دی چې له وطن څخه د دفاع په لار کې قربانی ورکړی.

 

جمهوررئیس او د وسله‌والو ځواکونو اعلی سرقوماندان محمداشرف غنی د وینا پر مهال بېلابېلو ساحو کې د دښمن د شومو پلانونو په شنډولو او دفع کولو کې د امنیتی او دفاعی ځواکونو د سرتېرو سرښندنۍ، اتلولۍ او قربانۍ وستایلې او د دغو ځواکونو د ټولو شهیدانو روح ته یې د خدای په دربار کې دعا وکړه وې ویل، حکومت د شهیدانو کورنیو ته تل پاملرنه کړې ده.

 

 د هېواد جمهوررئیس وویل: ۱۳۹۵کال زموږ د سرښندنو کال و چې د افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونو د خلکو او وطن څخه د دفاع په لار کې ټولې هڅې په کار واچولې، د همدغه افسرانو، بریدملانو، ساتمنانو او سرتېرو هڅې وی چې د دښمن سټراټیژیکې موخې یې له خاورو سره برابرې کړې.

 

جمهوررئیس دا مهال په دولت او ولس کې د دوست او دشمن ترمنځ څرګند تعریف ته اشاره وکړه وې ویل، دښمن؛ دښمن دی، هر څوک چې زموږ د خلکو په ضد وسله واخلی زموږ دښمن دی او په ټول قوت یې د شومو اهدافو مخه نیسو. هغه په ټینګار سره وویل چې زموږ په بریالیتوب او کامیابۍ کې هیڅ شک او شبه نشته.

 

جمهوررئیس زیاته کړه: د راتلونکو څلورو کلونو په خاطر د امنیتی او دفاعی ځواکونو د پیاوړتیا او اصلاحاتو لپاره واضح پلان ترتیب شوی دی چې افغانستان به ثبات، ترقۍ او سوکالۍ خواته بیایی، چې موخه یې د قوې د استعمال معادلې بدلول دی. هغه زیاته کړه، د تروریستانو موخه داده چې افغانستان د جګړې په میدان بدل کړی، خو موږ د یو سوکاله ژوند د تامین په خاطر تر راتلونکو پنځو نسلو مبارزه کوو.

 

 جمهوررئیس څرګنده کړه، د افغانستان جګړه کورنۍ نه ده، که دا جګړه کورنۍ وای باید پای ته رسېدلې وای، دا مهال موږ د بین‌المللی تروریزم له پنځمې څپې سره مخ یوو. هغه ادارې فساد او د نشه‌یی توکو قاچاقچیانو سره پر مبارزې ټینګار وکړ وې ویل، هر هغه څوک چې غواړی له دې لارې افغانستان وران کړی، هغه د دې خاورې دښمن دی.

 

 جمهوررئیس د امنیتی او دفاعی ځواکونو افسرانو ته په خطاب کې وویل: تاسې د آزادۍ او بین‌المللی دفاع په سنګر کې له تروریزم سره د مبارزې په لومړی کرښه کې ولاړ یاست، ځکه ګډو موخو او ګټو هېوادونه سره یو ځای کړی او همکاری یې زیاته کړې ده.

 

جمهوررئیس د دښمن د شومو پلانونو په نابودولو او بریالیتوب د ټینګار تر څنګ وویل، دښمن باید پوه شی چې سولې ته د رسېدو لپاره زموږ مبارزه نشی ټکنۍ کولی. هغه د امنیتی او دفاعی ځواکونو له تلفاتو څخه د مخنیوی په خاطر د لوړپوړو امنیتی او دفاعی ځواکونو افسرانو ته لازمې لارښوونې وکړې.

 

جمهوررئیس غنی د کورنیو چارو وزارت ته دستور ورکړ چې د تکړه بریدملانو د ترفیع زمینه برابره او له هغوی څخه دې په ولسوالیو کې د قوماندانانو په توګه کار واخلی. هغه ټینګار وکړ چې په امنیتی او دفاعی بنسټونو کې باید هیڅ ډول مداخله ونشی.

 

جمهوررئیس د سردارمحمد داوودخان روغتون د وروستۍ تروریستی پېښې په اړه وویل، د دغې پېښې د څیړنو پایله باید ژر څرګنده شی، ځکه د دغې پېښې د شهیدانو کورنۍ غواړې د پېښې په بېلابېلو اړخونو پوه شی او که د یادې پېښې پل هر ځای ته ورسېږی و به ارزول شی.