امروز : پنج شنبه ۴ جوزا ۱۳۹۶
Home » اخبار افغانستان » اجرائیه رئیس د اینویکټس لوبو له مشر او کاناډایی سفیر سره د افغان ټیم د ګډون په اړه ولیدل

اجرائیه رئیس د اینویکټس لوبو له مشر او کاناډایی سفیر سره د افغان ټیم د ګډون په اړه ولیدل

د افغانستان د اسلامی جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کی د کاناډا له سفیر او د هغه هیواد په کوربتوب د جوړېدونکو اینویکټس invictus (ماته نه خوړونکی) لوبو له اجرائیه رئیس سره ولیدل.

د یادو لوبو اجرائیه رئیس مایکل برنس په ننۍ لیدنه کی وویل،‌ چی کاناډا به د روان عیسوی کال په سپټمبر میاشت کی ددغو لوبو کوربه وی.

نوموړی زیاته کړه، چی دغه لوبی د افغانستان او کاناډا ترڅنګ د ۱۷ هیوادونو د امنیتی ځواکونو د سرتیرو ترمنځ‌ جوړیږی او ګډون کوونکی یې اکثریت په افغانستان کی د نظامی خدمت سابقه لری.

هغه یادونه وکړه،‌ چی په افغانستان کی یې له امنیتی نهادونو سره ناستی‌ کړی‌او پر دې کار کوی،‌ چی د افغان ملی امنیتی ځواکونو له منځه د افغانستان ورزشی ټیم جوړ کړی.

د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په دې لیدنه کی د کاناډا له سفیر او د یادو لوبو له مسؤلینو مننه وکړه،‌ چی د سرتیرو د قربانیو او خدمتونو د ستاینی په موخه یې دغه لوبی په لاره اچولی دی.

نوموړی زیاته کړه،‌ چی افغان دولت په دې برخه کی هر اړخیزی همکارۍ ته ژمن دی او امنیتی ارګانونه به کار وکړی،‌ چی د افغان ځواکونو د استازی ټیم په ټاکنه کی اساسی اقدامات وکړی.

هغه یادونه وکړه،‌ چی افغان ملی امنیتی ځواکونه شپه او ورځ د خلکو او خاوری په دفاع کی قربانۍ ورکوی او اړینه ده،‌ چی په دې ډول فعالیتونو سره یې له قربانیو تشکری وسی.