امروز : جمعه ۲ سرطان ۱۳۹۶
Home » اخبار ارگ (ریاست جمهوری) » جمهور رئیس غنی د شهید محمد داوود خان روغتون څخه لیدنه وکړه

جمهور رئیس غنی د شهید محمد داوود خان روغتون څخه لیدنه وکړه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غنی نن ماښام د شهید محمد داوود خان روغتون بېلابېلې برخې وکتلې.

جمهور رئیس ته د کتنې پرمهال ډاکټر عبدالرزاق سیاووش د یاد روغتون د وضعیت په اړه معلومات ورکړل وې ویل، د نننۍ تروریستی پېښې په جریان کې ټول ټپیان او ناروغان د دې روغتون نورو برخو ته منتقل شول او په عادی شکل هغوی ته د خدماتو وړاندې کول جریان لری.

جمهور رئیس د ناروغانو او ټپیانو د نجات لپاره د  ډاکټرانو او سرتېرو له زړورتیا او اتلولیو څخه په مننې وویل، تاسو نن اتلولی وکړه او خپل هېوادوال مو وژغورل.

جمهور رئیس غنی ډاکټر سیاووش ته په خطاب کې وویل، ژر تر ژره د روغتون د زیانمنو شویو برخو او تجهیزاتو بشپړ راپور برابر کړی چې په رڼا کې یې د شهید محمد داوود خان روغتون د بیا رغاونې عاجل اقدامات وشی.

جمهور رئیس وروسته د نننۍ تروریستی پېښې د ټپیانو د حالت د پوښتنې لپاره وزیر محمد اکبر خان روغتون ته لاړ چې په یاد روغتون کې یې درملنه کېږی.

ځینو ټپیانو د ډاکټرانو، ټپیانو او ښځو پر وړاندې په خپلو سترګو لیدلې د تروریستانو بې رحمۍ او جنایتونه جمهور رئیس ته بیان کړل.

جمهور رئیس له هغو ډاکټرانو څخه چې د ټپیانو په درملنه بوخت وو، مننه وکړه او وې ویل، ستاسو نننۍ فداکاری افغانستان او بشریت سره ستاسو تعهد ښیی.

محمد اشرف غنی زیاته کړه: هغه ډاکټران او سرتېری به چې د ټپیانو د نجات لپاره یې فداکاری ښودلې تقدیر شی.