اخبار سفارت

په برتانیی کې د څه باندې دېرشو هېوادونو د سفیرانو او نظامی اتشو په ګدون، د افغانستان د امنیتی او دفاعی ځواکونو د ملی ورځې لمانځل

په برټانیی کې د افغانستان د اسلامی جمهوریت د سفارت له‌خوا، د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو ملی ورځ؛ په یوې مجازی غونډه کې ولمانځل شوه. په دې غونډه کې د وسله ‌والو ځواکونو چارو کې د برټانیی د دولت وزیر جېمزهېپی او د څه باندې دېرشو هېوادونو سفیرانو او نظامی اتشو ګډون کړی وو.

جلالت مآب دکتور زلمی رسول سفیر جمهوری اسلامی افغانستان در لندن

غونډه کې، په برټانیی کې د افغانستان سفیر داکتړ زلمی رسول او نورو برخه ‌والو، د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو زړه‌ ورتیا، سرښېندنې او قربانۍ وستایلې.

داکتر زلمی رسول وویل، افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه، د تروریزم سره مبارزه کې، د افغان خاورې اصلی ساتونکی دی. ښاغلی رسول زیاته کړه، چې د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو روزنه کې د مرستندو هېوادونو او په ځانګړې ډول د برټانیا رول د قدر وړ دی. برټانیی کې افغانستان سفیر داکتر زلمی رسول، په تېرو دوو لسیزو کې افغانستان سره د برټانیی همکاری، مرسته، قربانۍ او ملاتړ د ستاینې وړ یاد کړ او په دې تړاو یې د افغانستان د خلکو او د افغانستان د حکومت د مننې پیغام وړاندې کړ.

غونډه کې افغانستان سفیر، افغانستان سره د همکاریو په زیاتوالی او پراخوالی ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې: “د نړۍوال تروریزم او افراطیت پر وړاندې ګډه مبارزه کولی شی، افغانستان کې دایمی سوله ټینګه کړی، سیمه کې ثبات راولی او د نړۍ امنیت ته مرسته وکړی”.

ښاغلی جیمز هیپی د بریتانیی وسله ‌والو ځواکونو چارو کې د دولت وزیر

په همدې حال کې د وسله‌والو ځواکونو چارو کې د برتانیی د دولت وزیر جېمز هېپی، د افغان ځواکونو مبارزه او سرښېندنه وستایله او دا ځواکونه یې بې ځاری یاد کړل. ښاغلی هېپی، په افغانستان کې د تاوتریخوالی په ختمولو ټینګار سره وویل، چی د افغانستان خلک غواړی، په سوله، او امنیت کې ژوند وکړی او برتانیی هیله لری چې د افغانستان خلک همدغه حق ته ورسېږی.

د وسله والو ځواکونو چارو کې د برېتانیا د دولت وزیر جېمز هېپی، د مخالفینو کړنې وغندلې. د هغوی چلند یې د وحشت خپرول او د انسانیت د اصولو خلاف یاد کړ او په اوږدمهال کې یې له افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو د برتانیی د پرېکنده ملاتړ داد ورکړ.

ښاغلی سید هارون نادری د افغانستان سفارت د نظامی اتشه

دا مجازی غونډه چې په لندن کې د افغانستان د سفارت په نوښت او د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو د ملی ورځې د لمانځل په موخه جوړه شوې وه، د استرالیا، کاناډا، فرانسې، جرمنی، ترکیې، د امریکا متحدو ایالتونو، هند، پاکستان او څو نوروهېوادونو سفیرانو هم او نظامی اتشو په‌کې ګډون کړی وو.

نمایش بیشتر
دکمه بازگشت به بالا