اخبار سفارت

د برتانیې او آیرلینډ جمهوریت کی میشتو افغان لیکوالو او فرهنګی فعالانو سره د سفیر لیدنه

په برتانیې کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر ډاکټر زلمی رسول په بریتانیه او آیرلنډ جمهوریت کې د یو شمیر میشتو افغان فرهنګیان او لیکوالانو سره وکتل. 

ډاکټر زلمی رسول په بیلابیلو برخو کې د افغان فرهنګی فعالانو او لیکوالانو د لاسته راوړنو ستاینه وکړه او هغوی ته یې دسفارت د همکاریو او ملاتړ ډاډ ورکړ.

په ورته وخت کې برخه اخیستونکو په برتانیې کې د افغانستان سفیر ډاکټر زلمی رسول ته ښه راغلاست ووایه او په برتانیه اوآیرلینډ کې یې ټولو افغانانو ته د افغانستان د سفارت لخوا د ترسره شوی کړنو نه ستاینه وکړه. دوی په انګلستان او آیرلنډ جمهوریت کې میشتو ټولو افغانانو تر منځ د لا همغږی لپاره د سفارت د پلانونو هرکلی وکړ او د دې پلی کیدو لپاره یې خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ.

دغه ناسته چې په مجازی بڼه کې جوړه شوې وه ، په برتانیه او آیرلنډ جمهوریت کې میشتو افغانانو لپاره د سفارت د خدماتود لا ښه والی په څرنګوالی هم خبرې وشوې.

نمایش بیشتر
دکمه بازگشت به بالا