د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر په انګلستان کې میشتو یو شمیر افغانانو سره وکتل
په انګلستان کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر ښاغلی ډاکټر زلمی رسول په بریتانیا کې میشت د یو شمیر فرهنګیانوشخصیتونو ، لیکوالانو ، ټولنیزو فعالانو او د افغانی ټولنو مخورو سره وکتل.

په دی مجازی ناسته کې ډاکټر زلمی رسول په کلتوری او ټولنیزو برخو کې په انګلستان کې میشته د افغانانو فعالیتونهوستایل او هغوی ته یې د افغانستان د سفارت د بشپړ ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.
ډاکټر رسول وویل چې په لندن کې د افغانستان سفارت د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د افغانستان له سفارت څخه یې د لا ښوخدمتونو پر اړتیا ټینګار وکړ.
له بلې خوا ، ګډونوالو په انګلستان کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر ډاکټر زلمی رسول ته ښه راغلاست ووایه. د لازیاتو همغږۍ رامینځته کولو لپاره، په انګلستان کې د افغانستان د سفارت د فعالیتونو او برنامو او په انګلستان کې میشتوافغانانو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو لپاره د ښې زمینې برابرول باندی ټیګار وشو.
په دې ناسته کې په برتانیا کې د میشتو افغانانو لپاره د فرهنګی شورا رامینځته کولو میکانیزم ، او همدارنګه د غوره قونسلخدمتونو د چمتو کولو په اړه هم بحث وشو.
د یادونې وړ ده چې په انګلستان کې د افغانستان اسلامی جمهوریت سفیر ډاکټر زلمی رسول تر دې مخکې په دغه هیواد کېمیشتو یو شمیر افغان فرهنګیانو او فعالانو سره هم لیدلی دی او دا لړی به دوام لری.