غیابی تذکره
بهرمېشتو افغانانو ته د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونه
اړین ټکی:
- په کوربه هېواد کې د سیاسی او قونسلی استازولیو له لارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ته د لاسرسی په موخه، غوښتونکی باید خپل غوښتنلیکونه په آنلاین ډول د دې وېبپاڼې له لارې د احصایې او معلوماتو ملی ادارې ته واستوی.
- غوښتونکی د فورمو د ډکولو پر مهال، د خپل او د اصولی خپلوانو (پلار، ورور، کاکا او د کاکا زوی) د پېژندنې په برخه کې او همدارنګه د اړتیا وړ خدمتونو په ټاکلو کې جدی پاملرنه وکړی.
- په هغه صورت کې چې غوښتونکی د خپلو اصولی خپلوانو د تذکرې کاپی ونلری او د هغوی د اصولی خپلوانو د ثبت معلومات هم په لاس کې نه وی، د هویت تثبیت یې په کوربه هېواد کې د دوو مېشتو افغانانو لخوا چې د تابعیت تذکرې ولری، ترسره کېږی.
- هغه کسان چې د هویت تثبیت یې د دوو تنو افغانانو له لوری کېږی د ضمانت کوونکو د تذکرو کاپی یې باید سیسټم کې ضمیمه کړی.
- غوښتونکی باید د اړتیا وړ اسناد په ښه کیفیت سره د غوښتنلیک مطابق په آنلاین ډول سېسټم کې ضمیمه کړی.
- د وګړو د احوال ثبتولو خدمتونو د غوښتنلیک پروسې له بشپړولو وروسته، غوښتونکی په کوربه هېواد کې د افغانی استازولیو ټیلفونی اړیکې ته په تمه پاتې کېږی.
بهرمېشتو افغانانو ته د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونه
د نفوسو د احوال ثبتولو د غیرحضوری خدمتونو د آنلاین غوښتنلیکونو د سېسټم بشپړ لارښود